افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي

comments 0

هندوکش _ پاکستان: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ۲۰۱۸ م کال په وروستیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات نږدې اتلس سلنه کم شوي چې ارزښت یې ۶۰۸ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷ م وروستیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت نږدې اوه نیم سوه میلیونو ډالرو ته رسېده.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان صادرات بیا پاکستان ته شل سلنه زیات شوي چې ارزښت یې ۸۵ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
تردې وړاندې د افغانستان بازارونه پاکستاني توکو انحصار کړي و او کله به چې لارې بندې شوې، افغانستان کې به د توکو بیې ورسره لوړیدلې.
اوس افغان حکومت بدیلې لارې پيدا کړي چې ورسره افغان بازارونو کې رقابتونه شته دي.
فروزان سیرت

Comments