هندوکش – کابل: د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر حلو ځلو وروسته افغان حکومت وتوانیده چې د ریل پټلۍ له لارې خپل ترانزیت پیاوړې کړي.
د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې: خواز ریل پټلۍ دریم فاز بشپړ شوی او په نږدې ورځو کې به د هرات او ایران ترمنځ د ریل ټرانزیټ پيل شي.
د هرات خواف ریل پټلۍ افغانستان د ایران له لارې له ترکیې،اروپایي او خلیجي هیوادونو او ایران بیا په افغان ځمکه له منځنۍ اسیا او چین سره نښلوي.
نوموړې ریل پټلۍ سره به افغانستان د ایران بندر عباس او چابهار بندر له لارې له ترکیې،ختیځې اروپا او عربي هیوادونو سره د ریل پټلۍ،اوبو او وچې ټرانزیټ لارې پیدا کړي.
د رېل پټلۍ ګټې یواځې تر افغانستان محدودې نه دي ، افغان خاوره ایران ته غوړیدلې څو خپل توکي ترمنځنۍ اسیا او چین ورسوی.
اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې اوس افغانستان ټرانزیټي انحصار مات کړی او له هند سره د هوایي دهلیز ترڅنګ له ترکمنستان،چین او ایران سره د اورګاډي پټلۍ لري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د افغان حکومت یواځینې ترانزیتي لاره له پاکستان لارې وه چې افغان حکومت په دې وتوانیده چې دغه انحصار مات کړي.
سپوژمې پوپلزې
افغانستان له ترانزیتي انحصار نه وتلو په حال کې ده

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.