افغانستان بانک: ننګرهار، خوست او لغمان کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی

comments 0

هندوکش ــ کابل: په ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین د افغانیو ارزښت لوړ کړی دی.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وویل، چې دغه کمپاین به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه: “د دې کمپاین د عملي کولو لپاره خلکو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو ډيره همکاري وکړه، دا سبب شوی چې اوس په ډېرو ولایتونو کې د افغانیو تقاضا زیاته شوې ده.”
د افغانستان په دغو دریو ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده.
د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې د افغانستان اقتصاد ته یې زیان رساوه.
په دغو دواړو ولایتونو کې د اسعارو د تبادلې مارکیټونو او صرافانو ته نوي افغاني بانکنوټونه ورکړل شوي څو په مټ یې پاکستانۍ روپۍ ټوله شي.
عبید رادپور

Comments