افغانستان او ایران اقتصادي همکارۍ زیاتوي

comments 0

هندوکش – کابل: د هرات والي محمد اصف رحیمي په مشرۍ یو هیت د ایران خراسان ولایت ته تللی او هلته دواړو خواوو د راکړې ورکړې په زیاتوالي او د اقتصادي، ساینسي، او کلتوري برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړي دي.
د ایران خراسان والي ویلي، د نشه یي توکو او انسانانو قاچاق هغه ننګونې دي چې دواړه هېوادونه په کې زیان ویني.
په غونډه کې په هرات کې د ایران قونسل ویلي، افغانستان سره د همکاریو زیاتول د ایران په لومړیتوبونو کې دي او هڅه کوي چې په دې برخه کې پراختیا رامنځته کړي.
ایران په لویدیځو ولایتونو کې له طالبانو سره په مرسته تورن دی او په دې سره یې افغانانو ته انديښنې پيدا کړي دي.
څو ورځې وړاندې ارزګان خلکو له ایران غوښتي و چې له افغانانو سره دې ترهګرۍ پر ځای بیارغونه کې مرستي وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments