افغانستان او امریکا ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو سند لاسلیک سو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا سره د دوو ارخیزو همکاریو سند لاسلیک کړ.
غونډه نن ارګ کې د لوړو پوړو افغان چارواکواو امریکايي استازو په ګدون رامنځته شوې وه.
ویل کیږي غونډې کې د امریکا د سفارت سلا کار او د امریکايي ځواکونو لوی قومندان جان نیکلسن سره یوه امریکايي پلاوي هم ګډون کړی و.
د سند لاسلیکولو پر مهال جمهور رئيس غني وویل، امریکا د افغانستان بنیادي ملګری دی او دواړه هېوادونه متعهدانه او په ګډ لیدلوري د ښه راتلونکي لپاره کار کوي.
غوندې کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم وویل، چي څلورګونې کمېټې به د ښې حکومتولۍ، سولي، امنیت او اقتصاد په برخو کي کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري د دوه اړخیزو ژمنو په اساس رامنځته سوې او افغانستان د بنیادي اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دی.
ویل کیږي چې افغان حکومت افغان حکومت د سولې او بنیادي اصلاحاتو راوستو په موخه پر یوې طرحې کار کوي چې په نږدي ورځو کې به خلکو ته په هکله یې بشپړ معلومات ورکړل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply