افغانان د خپلو سرتېرو ترڅنګ ولاړ دي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار د بېلابېلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د خاورې نه د ساتنې تر عنوان لاندې د يوې غونډې په ترڅ د خپلو ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او یو شمېر سرتېرو ته يې ګلونه په غاړه واچول.
په ننګرهار کې د مېشتو کونړیانو شورا مشر ډاکټر عبدالقيوم مشواڼي وايي، پخوا هم ولسونو له خپلې خاورې نه دفاع کړې او اوس هم هر ډول قربانۍ ته تيار دي:
((کله چې يو غلیم په خاطره تجاوز کړی، د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر سپينږيري او ځوانان، ملي قوتونه او دفاعي قوتونه سره په يوه غږ راپاڅېدلي او له خپلې خاورې نه يې دفاع کړې، زموږ ټول ولسونه دې ته تیار دي چې موږ د خپلې لوېشت، یوېشت خاورې نه په مېړانه دفاع وکړو.))
په ننګرهار کې د قومونو د يو والي شورا د دارالانشاه مشر عبدالخالق وويل، که قومونه سره یوه موټي شي، د هر ډول زبرځواک مخه نيولی شي:
((داسې قهرمانانو باندې چې له وطن څخه، له سرحداتو څخه او د ملي نوامیسو څخه ساتنه کوي، موږ پرې افتحار کوو، زموږ او ستاسو قوت د قومونو په يو والي کې دی. دښمن غواړي چې موږ په سمتونو، په ژبو او په مختلفو نومونو موږ وويشي))
د ملي منیتي ځواکونو په استازولۍ د ملي امنیت یوه افسر له ولسونو د مننۍ تر څنګ وویل، دوی حاضر دي چې د خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له خپلې خاورې نه دفاع وکړي:
((چې ستاسو حمایه موږ سره وي، يوه ورځ به شاهد حال و چې افغانستان کې به امنیت تامین وي، دا ملک به زراعتي، دا ملک به صنعتي او ملک به اټومي وي، نو په دې اساس چې يوه قطره وینه هم زموږ په بدن کې وي، د خپلې خاورې نه به پرې دفاع کوو))
د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ دا غونډه د سرتېري د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
فرهاد شهراني

Comments