افغانان جنگ نه، بلکۍ سوله غواړي / بریالی ویاړ

comments 0

دا روان خونړي جنگ، چې شا وخوا څلويښت کاله مخکې پېل شو، ټول افغانان یې بې حده ستړي کړي دي، ملت ته له هر څه نه سوله زياته مهمه ده. په دې باندې ټول پوهېږي چې افغانان سوله غواړي او هغه هم یو تلپاتي سوله چې د ملت دې غوښتنې ته په ځواب کې د افغانستان د يووالي حکومت له قيد او شرط پرته طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړانديز کړى دى، خو له بده مرغه طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي. او دا دلیل وړاندې کوي چې افغان حکومت خپلواک نه دى او په خپل سر پرېکړې نشي کولاى، په خاصه توگه سترې پرېکړې لکه په ملک کې د بهرنيانو شتون او سوله کول. د دوی په اند کوم لورى چې د خپلواکو پرېکړو اختيار نلري هغه لوري سره خبرې کول بې گټې دي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنى حکومت د امريکايانو او د هغوئ د ائتلافي ملگرو مالي، نظامي او سياسي مرستو اړتیا لري، خو څرنگه چې طالبان ادعا کوي، افغان حکومت هغسې بې واکه هم ندى. لکه څنګه چې دوې د نورو په ولکه کې دي، ځکه چې اوس مهال د جنگ په ډگر کې نوي فيصده نظامي چارې همدا حکومت پر مخ وړي او د جنگ قربانيان هم افغان وسلوال ځواکونه دي، سربېره پر نظامي پرېکړو، افغان حکومت د ملک ټولې ملکي او پرمختيايي چارې پرمخ وړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

مونږ ټول عيني شاهدان يوو  چې همدا حکومت و چې له حزب اسلامي گوند سره جوړجاړي ته يې لاره هواره کړه. که چېرې افغان حکومت بې واکه واى، څرنگه چې طالبان ادعا کوي، نو گلبدين حکمتيار او د هغه نور ملگري به اوس په کابل کې ناست نه ول.

دا هم ټولو ته څرگنده ده چې بهرنيان هم د افغان حکومت، چې په هغه کې نور افغان سياسي گوندونه او اشخاص شاملېږي، له ملاتړه پرته په افغانستان کې نشي پاتې کېدى. مطلب دا دى چې دواړه لوري پر يو بل متکي دي او دواړه لوري به د يو بل گټې په پام کې نيسي. افغان حکومت مشروعيت لري ولې چې د خلکو په رايو واک ته رسېدلى دى. برعکس، د طالبانو رژيم د خلکو په رايو نه بلکې د سیمې د استخبارات کړیو او ګن شمېر ترهګرو ډلو په زور واک ته رسېدلې و. د افغانستان د ملي يووالي حکومت د نړيوالې ټولنې له پراخ ملاتړ څخه برخمن دى. ملگري ملتونه او ټول ملکونه يې په رسميت پېژني او ډېرى ورسره مالي، سياسي او ان نظامي مرستې هم کوي. خو د طالبانو حکومت يوازې درې ملکونو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت پېژندلى و. روښانه ده چې د طالبانو د رژيم مشروعيت په نيست کې حسابيده.د طالبانو په څېر افغان حکومت هم داسې ادعا کولاى شي – په تېرو اتلس کلونو کې يې په کراتو هم کړې ده – چې طالبان د سیمي هېوادونو په ځانګړې ټوګه د پاکستان گوډاگيان دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادرو له اجازې پرته په افغانستان کې سوله نشې کولاى. په دې معنا چې طالبان به هغه څه کوي چې د پاکستان گټې پکې تضمین وي. حقيقت هم دا دى چې د پاکستان د حکومت له مرستو پرته طالبان دا جنگ پر مخ نشي وړلى. د پاکستان د لوړپوړو چارواکو په شمول د پخواني جمهو ريس پرويز مشرف، د بهرنيو چارو وزير او يو شمېر پوځي جنرالانو او د سياسي گوندونو مشرانو په دې اعتراف کړى دى چې د پاکستان د گټو له پار یې د طالبانو ډله جوړه کړې ده او ملاتړ يې کوي.

د جنگ د ختمېدا او رښتنيې، دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره يوازينۍ لاره بين الافغاني مذاکره او تفاهم دی. په کوم جنگ کې چې هره ورځ په لسگونه مسلمانان وژل کېږي، نو الله تعالى به هرو مرو په جنگ کې له ښکيلو ډلو پوښته کوي چې تاسو ولې سوله ونکړه. دوئ به الله تعالى ته څه ځواب ورکوي؟

Comments