افراسیاب خټک: که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي افغانستان به لږ وخت کې د ترقۍ زړه شي

comments 0

هندوکش ــ کابل: پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک تېر ماښام په سرینا هوټل کې د دوی په ویاړ نیول شوې غونډې ته ویلي، افغان خاوره د وچې سینګاپور دی او که سوله راشي نو دا هیواد به تر سینګا پور هم لوړ سوداګریز ارزښت پیدا کړي.
افراسیاب خټک ویلي، افغانان یوازې د سوداګرۍ له لار‌ې هم یو بسیا ملت کیدلای شي خو د ۴۰ کالو راهیسې پرې جګړه تپل شوې او لا هم ځینې لوري پرې د جګړې د دوام فکر لري.
ښاغلي خټک وویل، ډاکټر نجیب د روسانو له وتلو وروسته د جګړې دوام پر کابل د پنجاب د حاکمیت هڅه بلله: (( نجیب ویل پنجابی دې خدای راولي داسې سبق به ورکړم چې اووه نسله یې یاد وساتي، مګر ماته خپل بې لارې افغان رالیږي، نو عزیزانو پنجاب تل یو ورور بل ودرولی دی او له ۴۰ کالو راهیسې دا کار کوي.))
د خټک په خبره پاکستان تل وایي، چې افغانستان د امپراتوریو قبرستان دی، په داسې حال کې چې خپله پاکستان یوه ورځ هم قبرستان نه شو: (( افغانستان نه غواړي نور قبرستان پاتې شي، افغانستان یو لوی هیواد کیدل غواړي په دې کې ورسره موږ ملګري یوو.))
ښاغلي خټک وویل، پاکستان دې خودکشي نه کوي، افغانستان دې یو خپلواک هیواد وبولي، که ی‌ نه مني نو د پښتون ژغورنې غورځنګ د باچا خان په پل ګام ایښی او د ویښتابه تحریک یې راپیل کړی دی او د جګړې مخه به په کلکه ونیسي: (( دا جنګ به پي ټي ایم په سوله ییز ډول ګټي، ولسونه به یې ګټي، افغانستان تر اوسه د جګړې قلب و، له دې وروسته به د ترقۍ قلب وي.))
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا د میلمنو په ویاړ دغه غونډه کې د هېواد د ملي سوداګرو، مدني فعالانو، لیکوالو، فرهنګیانو او سیاسیونو په ګډون بېلابېلو مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments