افراسیاب خټک: ترهګرې ډلې د عامو افغانانو په وژلو امتیازات اخلي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي، د سولې خبرې روانې دي خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو کچه نه ده راټيټه شوې. دده په وینا ترهګرې ډلې هڅه کوي د عامو افغانانو د وژلو له لارې د سولې په خبرو کې لا ډېر امتیازات واخلي. هغه ویلي نړیوال هم د ترهګرۍ ضد جګړه کې رښتینې نه دي، کنه په افغانستان کې د روانې جګړه کې د امتیاز ورکولو پر ځای به یې وسله والې ډلې ځپلې وې. دده په وینا په سوریه کې دداعش ډلې ماتې دا ښيي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه تش په نامه او د امتیازاتو د ورکړې پروسه ده. هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی چې نور دې د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي او د پردیو لوبو ته دې د پای ټکی کېږدي.

دادان وزیري

Comments