افراسیاب خټک: افغانان دې د هلمندي ځوانانو د سولې غږ بدرګه کړي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د سولې ولسي حرکت غړي پرون د غزني مقر ولسوالۍ ته رسېدلي چې هلته د زرګونو کسانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي
کابل – د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې افغان ځوانان له هلمند د کابل پر لور پلي روان شوي دي او په وینا یې دوی د پښتنو د زړه خبرې له ځان سره لېږدوي.
خټک ویلي د دغه پښتني او مدني حرکت ملاتړ په کار دی. د نوموړي په خبره، افغانان په دې نازکو شرایطو کې د ښه ژوند لپاره تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري او دغه ډول حرکتونه د سولې لپاره هیلې ټوکولی شي. خټک پر افغانانو غږ کړی دی چې د دغه حرکت ملاتړ وکړي او پخپلو سیمو کې د جګړې پر وړاندې ودرېږي او د سولې هرکلی وکړي.
د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي حرکت غړي پرون د غزني ولایت مقر ولسوالۍ ته رسېدلي او د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي او په زرګونو کسان يې بدرګې ته راوتلي دي.
دوی چې سوله غواړو شعارونه یې ورکول له دولت او طالبانو نه په یوه غږ وغوښتل چې نور دې جنګ بس کړي او د یوې تل پاتې سولې لپاره دې له یو بل سره خبرو ته کېني. د دې حرکت غړي، چې د مزل یې نیږدې یوه میاشت پوره کېږي له هلمنده پلي د سولې غوښتنې په موخه په مدني حرکت را روان دي. دوی وایي، له جنګونو، نفرتونو او ورور وژنو ستړي دي او د دې وطن د آزادۍ او ورورولۍ لپاره یې په دې نیت.
سرچینه: انعکاس

Comments