افراسياب خټک: د افغانانو قتل عام ودروئ

comments 0

هندوکش ـ مقبوضه پښتونخواه: د مقبوضه پښتونخواه وتلي پښتون سياستوال افرآسياب خټک د کابل د ننیو بریدونو په تړاو ويلي دي چې د افغان ولس قتل عام ودروئ.

نوموړي په يو ټويټ کې نني بريدونه چې اوو ملکي وګړي او يو شمېر خبريالان پکې شهيدان شوي دي وحشت او جنايت بللی دی.

په ننو دوو چاودونو چې په مکرويانو کې شوي دي اوو تنه چې ټول ملکي وګړي  او خبريالان پکې دي شهيدان شوي دي چې يوه میرمن او دوه ماشومان هم پکې دي.

د خټک په خبره په افغانستان کې دې د افغانانو قتل عام ودرول شي او دغه خونړۍ جګړه دې پای ته ورسول شي.

دده په خبره د ترهګرۍ څېره بدرنګه ده او ټولې سیمې ته په کار ده، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې سره یو لاس شي او د روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټک کېږدي.

بلخوا په سوات کې را ټولو شویو پښتنو هم ويلي دي چې طالبان د پاکستاني پوځ محصول دی او دوی يي باید مخنیوی وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي دي چې له ملافضل الله نيولې بیا تر مسلم خان او دې نورو پورې ټول د پاکستان د پوځ په مرکزونو کې ناست دي او پښتون قام يي قتل کړی دی.

ياده دې وي چې نني وحشتونه په داسې حال کې شوي دي چې طالبانو خپلو عملیاتو ته د خندق نوم ورکړی دی اوتر ډيره ملکي وګړي په نښه کوي.

Comments