اعتراض کوونکو عراق کې د تېلو یو چاڼځای تړلی

comments 0

هندوکش ــ عراق: په عراق کې اعتراض کوونکو د دې هیواد په جنوب کې د تېلو یو چاڼځای تړلی او د دې تاسیساتو بریښنا یې پرچاو کړی.
دا په دې هېواد کې د درې میاشتو راهېسې د پیل شویو اعتراضونو دوام دی چې پلازمینه بغداد او جنوبي برخې یې ځپلي دي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، اعتراض کونکو د شنبې په ورځ د ناصریه د تېلو د تاسیساتو د تړلو پر مهال “نه خپله خاوره، نه تیل” شعارونه ورکول.
د تېلو دا چاڼځای په ورځنۍ توګه ۹۰ زره بېرله تیل تولیدوي.
په راپور کې د یو امنیتي چارواکي او د تېلو د چاڼځای د دوو چارواکو له خولې ویل شوي چې دا تاسیسات تړل شوي.
عراق له درې میاشتو راهيسې د حکومت ضد او ایران ضد بې رهبره اعتراضونو سره مخ دی چې پر وړاندې یې د حکومت ځپونکي اقدامات د سلګونو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي.
مظاهره چیان پر پراخو اداري درغلیو، بېکارۍ، د عامه خدمتو پر نشتوالي او د عراق په چارو کې د ایران په لاس وهنه غوسه دي.
عزت تبیان

Comments