اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون نوي غړي معرفي شول

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون نوي غړي وټاکل شول.
د جمهوری ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، عبد السبحان رووف، چې د یکشنبې به ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه کمیسیون د نویو غړیو د پېژندنې په تړاو جوړه شوې ناسته کې د یاد فرمان متن لوسته، زیاته کړه: د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ د یاد کمیسیون د غړیتوب لپاره د ۱۵ په شرایطو برابرو کسانو له ډلې څخه ۵ تنو هریو عین الدین بهادري، زهرا موسوي، حمدالله ارباب، نجیبه مرام او فضل باري بریالی، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون د نویو غړو په توګه ټاکل شوي دي.
په دې ناسته کې د حکومت په استازیتوب د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، جلالتمآب سرور دانش، ډاډ ورکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د حکمونو د پلي کېدو لپاره به له ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته شي.
نوموړي دې ته په ټینکار سره، چې ټولې ادارې باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون رعایت کړي، وویل، هره اداره د قانون په رڼا کې د اطلاعاتو په ورکړه مکلفه ده.
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، دې ته په اشارې سره، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون دندې درنې او د هیواد لپاره برخلیک ټاکونکې دي، د دغه کمیسیون له نویو غړو څخه وغوښتل، چې د دغه درانه مسوولیت په تر سره کولو کې پوره هڅه او په خپلواک ډول عمل وکړي.
ښاغلی دانش له مخالفینو سره سوله د حکومت له لومړیتوبونو څخه وبلله او ویې ویل، چې حکومت او خلکو د سولې په تړاو له هر اقدام څخه هرکلی کړی او کوي یې، خو زیاته یې کړه، چې د افغانستان ملت په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې د سولې پر وړاندې هم له هغو څخه لاس په سر کېدای نشي، چې هغه په هیواد کې د بیان آزادي او آزادې رسنۍ دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې، حسینې ساپۍ وویل، ۵ تنه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون په توګه معرفي شوي دي، د درې تنو کاري موده یې ۵ کاله او د دوو نورو یې ۳ کاله ده. نومړې زیاته کړه، چې دا غړي یوازې د یوې دورې لپاره ټاکل شوي دي.
په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون پخواني رییس، سید اکرام افضلي وویل، چې په وروستیو درې نیمو کلونو کې شکایتونو ته رسېدنه، د عامه پوهاي د کماپینونو په لاره اچول، د اطلاع رسولو مسوولو ادارو څخه څارنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق په برخه کې د ۳ زرو څخه د زیاتو کسانو د ظرفیت لوړول او اطلاعاتو ته د لاسرسي د ملي ستراتیژۍ تدوین د یاد کمیسیون له لاسته راوړنو څخه دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments