اشيافونډيشن: د تیرو اتلسو کلونو په پرتله افغانان راتلونکې ته هیله من دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د اشيافونډيشن ادارې خپله نوې سروې رسنيزه کړې او دا سروې د تیرو کلونو په پرتله راتلونکې ته افغانان هيله بولي.

په دې سروې کې د امنيت، اقتصاد،فرهنګ، بې کوري، فساد، ښونه روزنه، حکومتولي، دين او سیاست، د ښځو  حقوقواو اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی او ‎ځينې نور مواردو په تړاو لس زره تنه پوښتل شوي دي.

دا له ۲۰۰۴ کال را هیسې د  يادې ادارې ۱۳ څيړنه ده چې رسنیزه کيږي.

ياده دې وي چې په ټولیز ډول په تیرو کلونو کې ۹۷ زره افغانانو په دې سروې کې ګډون کړی دی او په سږنۍ سروې کې لسو زرو افغانانو ګډون کړی دی.

ددې ادارې مسولین وايي چې له امنيتي ستونزو او بیکارۍ سره سره افغان ولس د تیرو کلونو په پرتله سږ کال د هیواد ښې راتلونکې ته ډير زیات هیله من دی.

د يادې ادارې مرستيالې ویندي بارون هندوکش ته وويل: « افغانان ولس ښې راتلونکې ته هیله من دي او زموږ د سږ کال موندنې ښيي چې د امنيتي ستونزو او بیکارۍ سره سره خلک راتلونکې ته هیله من دي. په دې څيړنه کې بله مهمه خبره داده چې افغانانو د ښونې او روزنې، امنيت او کرنې وده خپل لومړيتوبونه بللي دي.»

خو ويل کيږي خلک لا هم د ناامنۍ له امله انديښمن دي، د سروې له مخې ۹۳ سلنه افغانان له داعش او طالبانو ډاریږي او له همدې امله ۳۸ سلنه افغانان وايي که موکه په لاس ورشي تر افغانستان به بهر ته تګ ته لومړيټوب ورکړي.

ددې ادارې په خبره  په دې څيړنه کې د طالبانو او داعش تر ولکې لاندې سیمو کې خلک نه دي غږول شوي بلکه په يادو سیمو کې د ډيرو کمو خلکو نظرونه چې دولتي حاکميت پکې دی اخيستل شوي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply