اشغال که بهانه / بريالی وياړ

comments 0

0 Views

د پنځلسو کلونو راپدېخوا طالبانو د اشغال په بهانه په لکونه افغانان ووژل. د جګړې ظاهري هدف يې دا دی چې د امريکا او ملګرو ځواکونو يې افغانستان اشغال کړی، او دوئ به تر هغو ورسره جنګېږي چې اشغال يې نه وي ختم کړی. په کار ده چې په منطقي ډول دا بحث وړاندې شي، چې طالبان د اشغال لپاره جنګېږي، که د اشغال پر ضد جنګېږي.
ستاسې به خامخا يادېږي پر ۲۰۱۳ کال کله چې بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته واک لېږداوه، د طالبانو پېغامونه ورسره خپرېدل چې له کوم ځای څخه بهرنۍ قواوې ووځي، دوئ به هلته جګړه دروي. تاسې وليدل چې له ټولو ولايتونو خارجي ځواکونه ووتل، مګر طالبانو نه جګړه ودروله، او نه يې په خپله جګړه کې بدلون راوست. حتی تر دې کچې چې په هغو ولايتونو کې يې جګړې پراخې کړې چې بهرنۍ قواوې به ترې وتلې وي، او نسبت هغو ولايتونو ته چې خارجيان ترې د وتلو په درشل کې ول، جګړې يې کمې وې.
ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، مګر طالبانو جګړه بس نه کړه، نه يې د تروريزم پر ځای سياسي دريځ غوره کړ. نو چې داسې ده، بيا د دوئ هدف له دې اشغاله څه دی؟ دوئ د کوم اشغال پر ضد جنګېږي؟ پخوا به چې د هلمند په کليو کې بهرنۍ قواوې پرتې وې، طالبانو نه ډز پر کاوه، نه يې جګړه ورسره کوله، مګر اوس چې هغوئ وتلي، دوئ ته له ايران، روسيې او پنجاب څخه د شپې نښه ويشتونکي توپکونه رسېدلي، او له افغان سرتېرو سره په جګړه دي.
دلته شکونه را پيداکېږي چې طالبان د بهرنيانو د وتو لپاره جنګېږي، که د پاتېدو لپاره؟ ستاسې په ياد دي چې کله خارجيان ووتل، طالبانو خپلې جګړې پراخې کړې، او په پرېمانه کچه يې له ايران، پاکستان او روسيې څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړل. دې جريان ته په کتو راته ثابته شوه چې طالبان د دې لپاره جنګېدل/جنګېږي چې دا وطن تل نورو ته اړ وي، او نور پکې حضور ولري، ځکه د دوئ د جګړې له امله نور ځواکونه راغلل، که دوئ جګړه درولې وای، هيڅ بهرنی وسلوال به دلته نه وای راغلی.
د دې باوجود طالبانو خپلې سرټمبګۍ ته اوږه ورکړې، او لا هم د اشغال په بهانه د افغانانو مالونه چوري، وطن ورانوي، د ماشومانو او ښځو په ګډون د دې وطن هستۍ په چاودونو، جګړو او ځانمرګو بريدونو کې وژني. دا خبره بايد په قاطعت سره وکړو، که جګړه ودرېږي، بهرنيان اړ دي چې زموږ له خاورې ووځي، مګر داسې خو نه شې کېدی چې طالب دي هره ورځ په سلګونه انسانان د اشغال په نوم وژني، او دا دې هم ورسره زياتوي چې خارجيان دلې وي، موږ جنګېږو.
د روان جريان او د طالبانو د ګډ وډ دريځ پر بنسټ دا څرګندېږي چې د دوئ جګړه د بهرنيانو په وتلو نه کمېږي، نه درېږي. دوئ له دې جګړې دوه اساسي هدفونه لري.
اول: طالبان د دې لپاره جنګېږي، چې ټول ملي بنسټونه وران کړي، ځوانان له تعليمه بې برخې کړي، د نجونو ښوونځي بند کړي، د افغانستان پوځ بيا دړې وړې کړي، حکومتي چوکاټ ړنګ کړي، د افغانستان تازه اخيستل شوې ساه وچه کړي، او بلاخره بيا دا وطن په کنډوالې بدل کړي. دا د پاکستان هغه برنامه ده چې له کلونو – کلونو راهيسې يې طالبانو ورته جنګولي.
دويم: طالبان په دې اميد جنګېږي چې د دوئ له وحشتونو، وژنو، دربدريو او تباهيو له امله به د هېواد ټول خلک مجبور شي، او د بهرنيانو پر ضد به بغات وکړي. دوئ فکر کوي چې دا بغاوت به خړې اوبه شي، او بيا به دوئ ماهيان پکې ټينګ کړي. د اشغال په نوم له روانې ناروا او مکارې جګړې څخه طالبان د همدې هدف تر عنوان لاندې دا ګټه ترلاسه کوي چې دوئ ته موقع مساعده شي، او بيا پر کابل د حکومت کولو خوبونه په حقيقت بدل کړي.
ولس دې په دې پوه شي چې اشغال مشغال نشته، طالب د دو هدفونو لپاره جنګېږي، يو يې د وطن ورانول، دويم يې بيرته حکومت کول دي.
که چېري بيا هم داسې نه وي، نو طالب له جګړې پرته تر ټولو ښه چانس د سولې لري. که طالبان پر دې خپه وي چې په دې وطن کې د ګوتو په شمېر بهرني عسکر ګرځي، نو طالب دې جګړه بس کړي. که له حکومت سره نه يوځای کېږي، له ولس سره دې يو ځای شي. د درو ورځو اوربند مو وليد چې ټولو وطنوالو له دوئ فقط همدا غوښتنه کوله چې بيرته خپل وطن ته راشئ، او موږ درسره درېږو، بهرنيو ځواکونو ته په ګډه د وتلو لپاره ودرېږو.
طالب د اشغال په نوم جګړه کې په لکونه افغانان ووژل، لا يې هم وژني. دا جګړه خارجيانو ته څه تاوان رسوي؟ دا جګړه، خو افغانان وژني. تاسې په تېره يوه مياشت کې محاسبه وکړئ، په ټول هېواد کې يو بهرنی عسکر نه دی وژل شوی، مګر په سلګونه افغانان وژل شويدي. که طالب وايي چې زه امريکا په زور باسم، دا خو بېخي طفلانه او کم عقلانه موقف دی. طالب د دو خرو دانه نه شي سره وېشلی، د نړۍ دا ستر قوت به څنګه په زور باسي، او تاسې وليدل تېرې ۱۵ کلنې جګړې يې د دې پر ځای چې خارجيان وتلو ته اړ کړي، برعکس يې راتلو ته مجبور کړل.
طالب ته د دې وطن بنسټونه هيڅ ارزښت نلري. د دې ولس وينه هيڅ ارزښت نه ورته لري. طالب فقط د پنجاب هماغه فتوا په سورنا کې پو کړې چې بهرنيان حضور لري، موږ يې پر ضد جنګېږو. د سولې و جګړې په پرتله کې د حکومت او طالب دريځ له اوربنده در و ارزوئ. حکومت لس ورځې نور اوربند وکړ، مګر طالبانو جګړه پيل کړه. خلک دې په دې پوه شي چې حکومت سولې ته ژمن دی، خو طالب پردی مزدور دی، او د سولې په نوم کوم ارزښت نه پېژني.

Share this page to Telegram

Comments