اشرف غني: ګمرکاتو کې مداخله ګرو پر وړاندې اقدام ته اړتیا ده

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د هيواد جمهور رئیس د ګمرکونو د عوایدو پر زياتوالي ټينګار کړې دې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چي جمهور رئيس محمداشرف غني نن/ شنبه په ارګ کي په يوه غونډه کي وويل چي د افغانستان داخلي عواید باید سم مدیریت سي او په دې برخه کي هراړخیزو او غوڅو اقداماتو ته اړتیا ده.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: ((هيڅ څوک د ګمرک په چارو کي د مداخلې حق نه لري. د ولایتي او ملي شوراګانو د غړو په ګډون هر څوک چي د ګمرکونو په چارو کي مداخله کوي، باید تعقیب او وپوښتل سي.)) جمهور رئیس څرګنده کړه، ګمرکونه باید په امنیتي سیسټمونو سمبال سي، تر څو د مداخله ګرو افرادو شتون مشخص سي، همدا راز داسي مقرره دي ترتیب سي چي د ګمرکونو په ساحه کي د نظامي خلکو حضور تعریف سي. هغه زیاته کړه، د ګمرکونو د کارکوونکو د ساتني له پاره باید تدابير ونیول سي. د هيواد جمهور رئيس وويل: ((زموږ د عوایدو په زیاتوالي کي باید تحرک رامنځ ته سي، ځکه موږ او زموږ بین المللي همکارانو ته دا مهمه ده.))
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments