اشرف غني: که د افغان ځواکونو میړانه نه وای، حکومت به سیاسي لاسته راوړنې نه درلودې

comments 0

هندوکش – کابل: د سرحدي ځواکونو د مسوولیت انتقال په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې تر دې وروسته افغان سرحدي ځواکونه میلیاردونه ډالر د دولت ملي خزانې ته راوړي.
دغه ناسته چې کابل کې ترسره شوې وه نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده چې په سرحدي ځواکونو هم د کومانډو او اردو په څېر پانګونه وشي او د سرحدي قواوو تنظیم حد اقل کولای شي چې په راتلونکو کلونو کې میلیاردونه ډالر د دولت خزانې ته راوړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د سرحدي ځواکونو د انتقال پروسه ۱۱ میاشتې وړاندې پیل شوې وه.
ویل کیږي د سرحدي ځواکونو ټول شمېر چې دفاع وزارت ته یې مسوولیت په غاړه شوې شوی، ۱۹زره تنو ته رسېږي.
یادې ناستې کې ولسمشر ترڅنګ طارق شاه بهرامي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ونډه اخیستې وه.
دفاع وزیر یادې غونډې کې وویل چې دوو هدفو لپاره د سرحدي ځواکونو انتقال پروسه ترسره شوې چې اول یې د ملي اردو ځواکونو ملاتړ دې او سرحدي ځواکونو کې لازم اصلاحات راوستل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply