اشرف غني ملک سلمان ته: د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو دې مالي مرستې ودرول شي

comments 0

0 Views

هندوکش-ریاض:  تېره ورځ د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان بن عبد العزيز د هغه هېواد په پلازمېنه رياض کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. ملک سلمان او اشرف غني دافغانستان او سعودي عربستان تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او په بيلا بيلو برخو کې پر همکاريو خبرې او بحث وکړ. افغان ولسمشر په رياض کې د اسلامي هيوادونو او امريکا د مشرانو غونډه يو نيک ګام وباله او تمه يې وښوده چې دغه ناسته به په سيمه او نړۍ کې د امنیت، سولې او ثبات لپاره ښې پايلې ولري. هغه زياته کړه د تروريزم د ملاتړو هيوادونو نه ملاتړ او هغو مالي مرستو پرې کول چې د تروريزم د تمويل لامل ګرځي، د دې ناستې مهمې پرېکړې دي. نوموړي همدا راز وويل سعودي عربستان د افغانستان د دولت او سولې ته د مايلو وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې په برخه کې اغېزمن رول لوبولای شي. دواړو مشرانو د اقتصاد، روغتيا، کرهڼې، بريښنا د انرژۍ او زېربنا په اړه د افغانستان د وړانديزونو په مورد هم خبرې کړې دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply