اشرف غني: له طالبانو سره پر اساسي قانون او د ښځو پر آزادۍ معامله نه کوم

comments 0

هندوکش – کابل: اشرف غنی یوځل بیا له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د ناستې پرمهال، ټینګار وکړ چې که له طالبانو سره جوړجاړی راځي، دوی به له خپلو سرو کرښو تیر نه شي.

د کابل حکومت چې بنسټ یې د اساسي قانون خلاف د یوه امریکایي وزیر لخوا ایښوودل شوی، مشر یې نن وویل چې پر اساسي قانون معامله ورته د منلو نه ده.
په دغه ناسته کې چې پخواني ولسمشر حامدي کرزي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، اجرایه مشر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي او جهادي رهبر عبد رب الرسول سیاف ګډون درلود، په کې پر بین الافغاني خبرو، د امریکا او طالبانو پر روانو مذاکراتو او یو لړ نورو چارو تاوده بحثونه وشول.
اشرف غني چې د سولې د روان بهیر د اصلي خنډ په توګه ورته کتل کیږي، یوځل بیا د ښځو پر آزادۍ تاکید وکړ ، ویې ویل، “ په اساسي قانون کې لاسوهنه او د ښځو آزادي ته د شرایطو لټول ورته د منلو نه دي او په دې برخه کې د هر راز جوړجاړي مخالف دی“
طالبانو تل ټینګار کړی چې دوی میرمنو د ټولو هغو حقوقوورکړې ته ژمن دي چې د اسلام مبارک دین ورته ورکړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments