اشرف غني: له طالبانو سره مو فرق دا دی چې موږ روغتونونه جوړوو، دوی یې ړنګوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني بېګا ناوخته(چارشنبه) د کابل دشت برچي کې هغه روغتون ته لاړ، چې د سې شنبې په ورځ پرې وسلوالو برید کړی و.
نوموړي د روغتون د لیدلو پر مهال وویل، کله چې د ملت پر یوه برخه برید کېږي دی همغه برخه پورې تړل کېږي او زیاته یې کړه: “نن زه هزاره یم او شیعه یم”.
د سې شنبې په ورځ د دغه سل بستریز روغتون پر زېږنتون په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي، ډېری قربانیان یې هغه میندې دي چې د زېږون لپاره ورغلې وې او یا یي زېږون کړی و.
ولسمشر غني اتاترک روغتون ته هم لاړ چې د په نښه شوي روغتون ژغورلي ماشومان ور وړل شوي او پکې ساتل کېږي.
ولسمشر غني خپلو خبرو د حکومت او وسلوالو توپیر دا وباله چې د ده په خبره، حکومت پر ماشومانو د هېواد د راتلونکي لپاره پانګونه کوي، “خو ترهګر زموږ ماشومان او خویندې په نښه کوي او زموږ جوړ کړي روغتونونه ورانوي”.
ولسمشر غني خپل هغه امر هم یاد کړ چې پکې یې له افغان ځواکونو د دفاعي حالت په ځای د یرغلیز حالت غوره کولو غوښتنه کړې او زیاته یې کړه: “پر روغتون برید د اسلام سپېڅلي دین د اصولو خلاف دی. د دوی وحشت، جنایت، سرکشي او لار ورکي یا ګمراهي ښيي او د نه بښلو دی”.
نوموړي له افغان ځواکونو مننه وکړه چې د پېښې په ورځ یې چټک ګام پورته کولو سره د ډېرې مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments