اشرف غني: فلسطینیان د خپلو اساسي حقوقو لاسته راوړنو لپاره وژل کیږي

comments 0

هندوکش – ترکیه: د اسلامي هیوادونو نړیوال کنفرانس ګدونوالو ته په وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د فسطینیانو ستونزو حل په موخه دې مرستې زیاتې شي.
نوموړي وویل، لازمه ده چې د فلسطینیانود ستونزو د حل په موخه دې اسلامي نړۍ متحدې او دوامداره مرستې وکړي.
د اسلامي هېوادونو نړیوال کنفرانس چې ترکیه کې په لاره اچول شوې وو ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو په یووالي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې فلسطینیان د اسلامي نړۍ همکارۍ او مرستو ته اړتیا لري.
غني وویل، د اسلامي نړۍ د ثبات لپاره باید سیاسي ثبات او یوه مشخصه تګلاره جوړه شي.
ولسمشر محمد اشرف غني تر هغې وروسته ترکیې ته ګدون په موخه ولاړه چې تقریبا یوه اونۍ مخکې امریکا خپل سفارت د مسلمانانو لومړنې قبلې ته ولیږدوه او رسما بیت المقدس کې یې د خپل سفارت شتون اعلان کړ.
محمد امان دوران

Comments