اشرف غني: د ښار نظم باید وساتل شي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر اشرف غني تیره ورځ د ولسي جرګي وکیلانو سره په لیدنې کې وویل چې: «د خلکو حقوق منم خو باید د ښار نظم وساتل شي».
نوموړي تیر ماښام د ولسي جرګې غرو سره په لیدنه کې وویل چي «هیواد کې د یووالي او اتحاد لپاره غږونه اوچت کړي».
دغه غونده چې د مظاهره کوونکو غوښتنو په موخه جوړه شوې وه د ولسي جرګې غړو له حکومت وغوښتل چې د روانو ستونزو د پاې لپاره د یوې ملي اجماع جوړلو هڅه وکړي.
ولسمشر ددوی په ځواب کې وویل، «افغانان د ملي اجماع تر څنګ یوې سیاسي اجماع ته ضرورت لري، چې په ترڅ کې یې د فردي ګټو پر ځای ملي ګټو ته درناوی وشي او ټول ملت د روان بحران پر وړاندې سره یو لاس شي».
نوموړي ولسي جرګې غړو ته وویل چې «د ولس قانوني حقونو ته درناوی لري خو په ورته وخت کې د ښارونو نظم او ثبات هم د حکومت مسوولیت دی».
دا په داسې حال کې ده چې پلازمینه کابل کې ځینو حکومت پر وړاندې خیمې درولي دي او وایې د حکومت مشران باید استعفا ورکړي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply