اشرف غني: د پروان له سیلاب ځپلو سره دې پیړنۍ مرستې ترسره شي

comments 0

هندوکش – کابل: له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر غني په پروان کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې سپارښتنه کړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر له دغه پېښې متاثره شوی دی او طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې یې د دولت وزارت ته سپارښتنه کړې چې د پروان له سيلاب ځپلو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
نوموړي اړوندو ادارو ته هم سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې اړینې مرستې دغه سیمې ته ورسوي.
ویل کېږي چې ددغه خونړیو سیلابونو له امله تر ۳۰ پورې کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments