اشرف غني: د فلسطین مسئله په خبرپاڼو نه په نړیوال اجماع حلیږي

comments 0

هندوکش – کابل: اقصی جومات، قدس شریف او فلسطین درې واړه د نړۍ مسلمانانو ته ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي، دغه خبرې، پرون ماښام په ارګ کې د افغانستان له يو شمېر علماوو سره په کتنه کې کړې دي.
له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې ناسته کې وويل چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه غمجن دي او د دوی اندېښنې يې په خپله اعلامیه کې واضح کړې دي.
ولسمشر ویلي اسلامي نړۍ په حرکت کې ده، څو په دې اړه اجماع لا قوي شي، ځکه دا موضوع یواځې په اعلامیو نه خلاصه کېږي او د افغانستان حکومت به په ټولو نړیوالو سازمانونو او ناستو کې د افغانستان د خلکو د دریځ استازیتوب او ملاتړ وکړي.
هغه په ټینګار سره وویل، د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply