اشرف غني: د ترهګرو ملاترکوونکي نشو زغملۍ

comments 0

هندوکش – کابل : ترڅو چې د ملکې وګړو پر وراندې تاوتریخوالې کم نشي مونږ طالبان د نړیوالو قوانینو له مخې د ترهګرو پّ توګه پیژنو.
تیره ورځ د نړي ۲۵ هیوادونو او ۳ بین المللي تولنو استازو پلازمینه کابل کې یوې ناستې ته بلل شوي وو چې موخه یې سولې په تړاو نړیوال اجماع وه.
ولسمشر غني پرونۍ غونډه کې وویل:« موږ نن په دې کنفرانس کې را ټول شوي یو، څو نړۍ دا ژمنه وکړي چې ترهګري نه شو زغملی، د ترهګرو ملاتړي نه شو زغملی او زموږ هیله دا ده چې نړۍ پر دغه ژمنه وفا وکړي.»
هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغانانو په مدیریت د سولې پروسې رښتینی ملاتړ وکړي.
ولسمشر وویل، ملګري ملتونه کولای شي چې په افغانستان کې د سولې احتمالي پروسه وڅاري.
د نوموړي په وینا طالبان وروستې فرصه لري ترڅو د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، که نه د ملت غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي زیاته کړه چې تر څو د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی کم نه شي، موږ به طالبان دنړیوالو قوانینو له مخې د ترهګرو په توګه پېژنو.»
دغه کنفرانس کې ولسمشر په داګه کړه چې موږ خپلې غوښتنې طالبانو ته وړاندې کړې دي چې د اساسي قانون منل، د ښځو حقوق او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکول دي.
نوموړې کنفرانس کې پر پاکستان غږ وکړ چې خپله تګلاره موږ ته وړاندې کړې، چې څنګه خبرې ورسره کولی شو او موږ غواړو پر پاکستان باور وکړای شو او له پاکستان سره سوله غواړو، خو موږ نه پوهېږو پاکستان څه غواړي او څنګه پاکستان ته قناعت ورکړل شي، چې دوی بالاخره څه غواړي؟»
ولسمشر غني وویل چې روانې جګړې سلګونه زره افغانان مړه او ټپیان کړي او میلیونونه نور یې بې کوره کړي دي.
دا په داسې حال کې دې چې تر دې مخکې د افغان سولې په تړاو څلور اړخیز بهیر او بیا د مسکو کنفرانس چې پاکستان او روسیې پکې محوري رول درلود، نتیجه نه ده ورکړې.
کابل پروسه د بین لافغاني مذاکراتو تازه بهیر دی چې د افغان حکومت په مرکزي رول او ابتکار پیل شوی دی.
سپوژمې پوپل زې

Comments

Leave a Reply