اشرف غني: دایمي سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یم

comments 0

هندوکش – کابل: له ولسمشري ماڼۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، محمد اشرف غني فراه کې ولسونو ته په خبرو کې ویلي چې، له طالبانو سره له پیاوړي دریځه د سولې خبرې کول غواړم، د افغان ځواکونو لاسته راوړنې به نه قرباني کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فراه ولایت له زیانمن شویو خلکو سره د مرستې او د هغوی وضعیت ته د رسیدګۍ په هدف فراه ته ولاړ.
محمد اشرف غنی د دې ولایت له چارواکو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو له غړو سره له کتنې وروسته د خلکو یوې ناستې ته په خبرو کې له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره له قوي دریځه خبرې کول غواړي او هېڅکله به هم د افغان ځواکونو قرباني له پامه ونه غورځوي.
نوموړي وویل، د سولې په پروسه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دی، خو د هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو عزت او لاسته راوړنې پکې خوندي وي.
ولسمشر د فراه ولایت اړوندو مسوولانو ته حکم وکړ چې له سیلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي او د بې ځایه شویو کسانو وضعیت ته رسیدګي وکړي.
که څه هم ولسمشر غني فراه ولایت ته خپل سفر د دې ولایت له سیلاب ځپلو سره خواخوږي او مرسته بولي، خو شنونکي یې دغه راز سفرونه نمایشي او کمپایني بولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments