اشرف غني او سکاټ میلر په ارګ کې سره وکتل

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې تیره ورځ ناوخته افغان ولسمشر د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري ریاست خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني او جنرال مېلر په‎دې کتنه کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ خبرې وکړې.
د ناټو ځواکونو نوي قوماندان جنرال مېلر ژمنه کړې ده چې د خپل مأموریت په موده کې به د افغان ځواکونو د لا تجهیز او تقویت لپاره کار وکړي.
امریکايي جنرال سکاټ مېلر پرون په رسمي ډول په افغانستان کې د غوځ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان په توګه کار پیل کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments