اسپاگتی آش – ایتالیایي کلاسیک خواړه دي

comments 0

د اړتیا وړ توکي د شپږو کسانو لپاره:
1. 450 د سخوندر سرخي او کوفته شوې غوښه له غوړو پرته .
2. ۱ عدد ټوټه شوی پیاز .
3. یو عدد دولمه مرچک .
4. ۱ عدد ګاذر .
5. غوزه اوږه .
6. ۴۰۰ ګرامه پاخه شوي رومي بانجان .
7. ۲ نیم ګېلاس اوبه .
8. ۴۰۰ گرامه سس د آشو رب .
9. ۱ قاشوغه بوره .
10. مالګه د اړتیا په اندازه .
11. ۴/۱ د تورو مرچکو پوډر .
12. لږ اندازه سره مرچک .
13. ۶۰ ګرامه آش چې باید په کوچنیو ټوټو یې وویشي .
د پخولو طریقه:
لومړی، غوښه ، پیاز،شنه مرچ،او اوږه په یو لوی لوښي کې واچوئ او پر تودوخه یې کېږدئ،تر څو سبزیجان نرم او غوښه خپل رنګ بدل کړي.
دا توکي په منظمه توګه یو بل سره مخلوط کړي او ورسته یې غوړي ترې را ټول کړئ. دوهم : رومي بانجان سره له اوبو سره یې او د پورتنیو توکو سره یې ګډ کړئ .
سس اسپاکتي ، بوره ، د مرچکو پوډر، (وچ مرچک) او سره مرچ هم ورباندې زیات کړئ .
دا مخلوط ایشېدو تر ټکي په حرارت کېږدئ ، ورسته آش ور اضافه کړئ او د اور لمبه کمه کړئ تر څو یاد توکي په آرامه وخوټيږي، د لوښي سر مه بندوئ او پرېږدئد ۱۳ تر ۱۵ دقیقو لپاره پاخه شي ، وروسته یې نوش جان کړئ.

Comments

Leave a Reply