اسماعیل له لوی جرګې ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: پخواني جهادي مشر اسماعیل خان له مشورتي لويې جرګې ملاتړ وکړ.
اسماعیل خان لویه مشورتي جرګه اغېزمنه بللې او غوښتنه یې کړې، چې جرګه دې د سولې خبرو لپاره یو باصلاحیته پلاوی وټاکي.
نوموړي د سولې راتګ هغه مهال شونې بللې چې د سولې مشورتي جرګې غړي د خبرو لپاره یو با صلاحیته پلاوی وټاکي.
اسماعیل خان په داسې حال کې له مشورتي لویې جرګې ملاتړ اعلانوي چې د حکومت ډيری سیاسي مخالفینو په دغه جرګه کې له ګډون کولو انکار کړی او تحریم کړې یې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments