اسمار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کونړ: له کونړ څخه راپورونه وایي، اسمار ولسوالۍ کې شنګر سیمه کې د عملیاتو په مهال دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
امنیتي سرچیني وايي، طالبان په عملیاتو کې وژل شوي چې د طالبانو پرضد پيل شوي دي.
عملیات تیره شپه د ملي اردو ځواکونو له لوري پیل شوي چې اوس هم دوام لري.
یوه امنیتي سرچېنه چې نه غواړي نوم یې وښودل شي وايي، عملیاتو کې تر دې دمه ملکي وګړو او یا هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
عمران احمدزی

Comments