اسلام ضد اعمال؛ طالب قوماندانانو یواځې په یوه اونۍ کې لسګونه جنسي تیري کړي دي

comments 0

هندوکش – فاریاب: د طالب ترهګرو قومندانان لا هم اسلام ضد اعمالو ته ادامه ور کوي؛ یواځې په تېره یوه اونۍ کې د دوی تر کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې لسګونه جنسي تيري شوي دي. د افغانستان د بېلا بېلو سیمو څخه هندوکش خبري اژانس ته را رسیدلي راپورونه په ډاګه کوي، چې طالب قوماندانان د خلکو کورونو ته په زور ننوځي، د خپلې خوښې یا په ښایسته ښځو لاس کږدي او جنسي تيری ور باندې کوي.
په تر ټولو تازه مورد کې د وسله والو طالبانو یو نومول شوي قاضي «مولوي صابر» د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې په یوه ښځه جنسي تېری کړی دی. د سیمې یو تن قومي مخور حاجي یونس د یادې موضوع د تائید ترڅنګ وايي، چې په دغه ښځه باندې طالبانو تور لګولی و، چې فحشا کارونه کوي او د محکمې غوښتنه یې کړې وه.
حاجي یونس وايي«ښځه د طالبانو سیمه ایزې محکمې ته د خپل مېړه سره یو ځای حاضره شوه، دوی هلته د دغې ښځې مېړه سخت شکنجه کړی و، وروسته یې بیا په موټر سایکل خپل کور ته را رسولی و، ښځه یې همالته پاتې وه، پوره پنځه شپږ ورځې د طالبانو سره وه، وروسته د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب را خلاصه شوه، خو ښځه چې ډېره وهل شوې او ټکول شوې وه، وايي چې څومره ورځې یې چې د طالبانو سره تېر کړي دي، د دوی قوماندانانو ور باندې جنسي تېري کول، دا ښځه د طالبانو د قاضي نوم مولوي صابر نوم اخلي، وايي په زوره یې مجبوره کړم، راته ویل یې چې که دا کار را سره ونه کړې، نو د فحشا په تور به په علني ډول د سنګسار سزا درته ولیکم، نو دا ښځه یې مجبوره کړې وه.»
د سیمې اوسیدونکو وايي چې مولوي صابر د ورته عملونو په تور ډېری کسان په صحرايي محکمو کې وژلي، خو اوس دی په خپله د یو ډېر ناوړه او بد عمل مرتکب شوی دی.
دوی تور پورې کړی هغه ښځې چې پخوا د مولوي صابر په امر د صحرايي محاکمو په ترڅ کې وژل شوي، ده ورڅخه د ناوړه اړیکو غوښتنه لرله او که پوره به یې نکړه نو بیا به یې د ناوړه کارونو د کولو تور ور باندې پورې کولو او په صحرايي محاکمو کې به یې وژلې.
دا لومړۍ ځل ندی چې یو طالب قاضي دغه ناوړه او بد عمل کوي، بلکې لدې وړاندې هم طالب قوماندانان پر زنا او لواطت متهم شوي دي.
یو غیرقانوني او اسلام ضد عمل
دیني عالمان وايي، د طالبانو له خوا په ښځو باندې جنسي تېري او یا د هغوی وژل د بشریت پر ضد جنایتونه او د نه بښلو وړ، غیر اسلامي عملونه دي.
یوه دیني عالم مولوي خلیل الرحمان احدي وویل، په ښځو باندې جنسي تېری یو غیرقانوني عمل دی او الله تعالی به هغو کسانو ته چې دا عمل ترسره کوي سخته سزا ورکړي.
احدي وویل، «هغه کس چې په دې بې ګناه ښځې باندې یې جنسي تېری کړی باید سخته سزا ورکړل شي.‌ دا د نورو ښځو قاتل هم دی، سزا به یواځې په دې دنیا کې ختمه نشي، بلکې هغه ته به د قیامت په ورځ هم سخته سزا ورکړل شي.»
هغه زیاته کړه، «له کوم دلیل پرته د یوه بې ګناه شخص قتل کبیره ګناه ده، او قاتل ته به هېڅکله هم بښنه ونشي. د اسلام د اساساتو له مخې، د یوه بې ګناه شخص وژل د ټولو انسانانو د وژلو په څېر دي.»
احدي وویل، د طالبانو د ډلې هغه غړي چې ښځو ته شکنجه ورکوي او ځوروي یې، په هغوی باندې به لعنت ورېږي او هېڅکله به هم ورته بښنه ونشي.
یوه بل دیني عالم مولوي عبدالله انس وویل، په اسلام کې ښځې په ټولنه کې یو ځانګړی مقام لري، او هیڅوک هم اجازه نه لري چې د هغوی حقونه کمزوري کړي یا د هغوی پر ضد تاوتریخوالی ترسره کړي.
انس زیاته کړه، ښځو ته درناوی کول د رسول الله (ص) سنت دی. له دې امله، په مسلمانانو باندې لازمه ده چې ښځو ته د میندو، خویندو، لوڼو او مېرمنو په توګه درناوی وکړي. هغه څوک چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کوي او اسلامي هدایات نه تعقیبوي الله تعالی به هغوی ته سزا ورکړي.
هغه یادونه وکړه چې، «د اسلام د مقدس دین په اساس، په یوه ښځه یا نجلۍ باندې جنسي تېری یو غټ جنایت دی. د هغه کس، چې په یوه ښځه باندې جنسي تېری کوي یا یې وژني، سزا مرګ دی.»
عاطفه مصمم

Comments