اسلام اباد به مجبورًا له کابل سره همکاري کوي/ سید عبدالله پآچا

comments 0

د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي کله امریکا او کله افغانستان ته راروان دي چې څنګه کیدای شي د ترهګرۍ له تورونو ځان خلاص کړي او د سیمې او نړۍ هېوادونو پام یو ځل بیا ځان ته راواړوي.
د پاکستان ملکي حکومت به دومره ملامت وي یا نه ، ځکه هلته واک له پوځ سره دی او د پاکستان پوځ اوس په ظاهر کې پوځ خو په باطن کې ترهګر دی او دا اوس د پاکستان په کور دننه سیاسیون او عوام هم مني.
پاکستان په ترهګرویزو سیاستونو سره خپلې ګټې خوندي کوي او نور ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه یې له یو لوی ګواښ سره مخ کړي دي، خو داسې ښکاري چې له پاکستان سره اوس ترهګریز او دوه مخې سیاستونه نور څوک نه کوي او له پآکستان څخه په هره برخه کې عملي اقدام غوښتل کیږي.
تر دې وړاندې به چې کله په پاکستان یا تورونه راغلل او یا به پرې فشار وارد شو، نو سمدستي به یې وزیرستان کې عملیات وکړل او ځینې کسان یې د طالبانو په نوم ووژل او یا به یې ونیول، خو اوس دا هم څوک ورسره نه مني.
ولسمشر غني له پاکستان سره داسې سیاست وکړ، چې پاکستان څخه یې لار ورکه کړې ده، پآکستان هیڅکله په دې تمه نه و چې ګنې یو وخت به ګاونډي افغانستان ته محتاج کیږي، ځکه هغه هېواد فکر کاوه چې افغانستان به تل پاکستان ته په هره برخه کې احتیاج وي او د همدې کار لپاره یې په افغانستان کې جګړه تمویل کوله او په یو او بل نوم یې سخت دریځي د وخت د حکومت پروړاندې جنګولي او لا یې جنګوي.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه له امریکا سره هوکړه کړې چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې به رښتنې همکاري کوي او له افغانستان سره به په ګډه هغه ترهګر له منځه وړي او یا به یې له خپلې خاور باسې چي افغانستان کې جګړه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې پاکستان اوس چمتو دی له ترهګرۍ سره مبارزه او په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاري وکړي چې د افغان حکومت قناعت حاصل کړي.
له بلې خوا تېره اوونۍ کې چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د مشر په مشرۍ یو پاکستانۍ پلاوی کابل ته راغلی و، دلته یې بیا د همکاریو ډاډ ورکړی، خو افغان حکومت یواځې په ژمنو باور نه کوي او تر هغې به له پاکستان سره اړیکې سمې نه شي، تر څوک چې پاکستان د افغان حکومت قناعت ترلاسه نه کړي.
د پآکستاني پلاوي له راتګ سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عباسي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او دا بلنه منل شوې، ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر د همدې اوونۍ په اوږدو کې کابل ته راشي او دلته له افغان چارواکو سره د اړیکو په پیوند کولو او دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړي.
افغان چارواکي ځکه پاکستان ته سفر نه کوي چې له پاکستان سره د ولسمشر غني په لومړي سفر کې هر څه په ډاګه شوي، که همکاري کوئ، اړیکې پالو، که یې نه کوئ، افغانستان پاکستان ته ضرورت نه لري او نورې ډیرې لارې شته چې افغانستان ترې کار واخلي او د پرمختګونو لپاره مخ پروړاندې لاړ شي.
اوس چې پاکستان د ډانګ او پړانګ تر منځ ایسار دی، زیاتو هېوادونو ترې مخ اړولی، مرستې ورباندې بندې شوي او صادراتو کې یې هم کموالی راغلی، پاکستان په دې پوه شوی چې له افغانستان پرته یې هېواد له بحران سره مخ کیږي.
پاکستان منلې او یا به یې له دې وروسته حتمي ومني چې ترهګریز سیاست یې نور نه چلیږي او ترهګري اوس د پاکستان د ویجاړۍ سبب شوې ده، دا د ولسمشر محمد اشرف غني اګاهانه سیاست و چې پاکستان یې له کبر او راوغورځوی او ورته یې وښودل چې پاکستان له افغانستان پرته یو قدم هم نه شي ایښودلی او که پاکستان غواړي چې هېواد یې پرمختګ وکړي، نو له افغان لوري سره دې سوله وکړي او ترهګرۍ ته دې د پای ټکی کیږدي.

Comments