اسلام آباد: افغانستان کې سولې او ثبات برخه کې مرستې ته چمتو یو

comments 0

هندوکش – پاکستان: د افغانستان سوله پاکستان ته مهمه مسئله ده او هڅه کوو په دې برخه کې تر خپلې وسې افغانستان سره مرسته وکړو.
پورتني څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال کړي دي.
احسان اقبال ویلي چې افغانستان هڅه کوي ترهګرو پر وړاندې د پاکستان هڅې ناکام کړي.
د نوموړي په وینا: پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کړې او چا ته اجازه به ور نه کړي چې خاوره یې د نورو پر وړاندې وکارول شي.
هغه زیاته، چې افغان او پاکستاني چارواکي دې غونډې جوړې کړې او پر دې مسئلې دې خبرې وکړي، چې د سولې د لارې خنډ څه شی دی.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کوي چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا پر پاکستان تور پورې شوې چې سیمه کې ترهګړۍ اعمال ترسره کوي او ترهګړو ته په خپله خاوره کې پتنځاېونه برابروي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply