اسلامي هېوادونو استازو د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د سعودي عربستان په مکه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې.
دې سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان تاوتریخوالی غندلی او له وسله والو ډلو یې غوښتي چې د اسلام ترنامه لاندې دې تاوتریخوالی نه کوی.
اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ته ولسمشر غني هم ورغلی و او هلته یې له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د سولې برخه کې همکاري وکړي او د افغانستان د جګړې په تړاو واضح دریځ رامنځ ته کړي.
ولسمشر غني د دې کنفرانس په حاشیه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي او ترهګرۍ مبازره او سوله باندې یې خبرې ورسره کړي.
تر دې وړاندې هم د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان جګړه د اسلام له نظره ناروا یاده کړې وه، خو طالبان د دې جګړې لپاره نورې پلمې لټوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments