اسلام، اخوان، افغانستان / لیکوال ایمل جلال

comments 0

زما په نظر د علماو د ۳۵۰۰ كسيزې غونډې د پاى د اعلاميې او فتوا تر ټولو مهم ټكى، د انتحار، انفجار او مسلمانانو ترمېنځ د جګړې پر حراموالي تاكيد نه دى. ځكه كه د نړۍ ټول معتبر ديني مراجع هم دا فتوا وركړي، دوى هغه مني چې پرې باور لري. د اعلاميې تر ټولو مهم ټكى دا دى چې دولت او مخالفينو ته يې سپارښتنه كړې چې د اسلامي اصولو په رڼا كې اول اوربند وكړي بيا دې سولې ته سره كېني.

ددې ښكاره پيغام سره سره يو چا ليكلي وو چې كه په اعلاميه كې د ” د امريكا اشغال” ته اشاره شوې وي، منو يې كه نه، نه يې منو!

دا څو كرښې ددغې پوښتن د ځواب هڅه ده چې ولې دوى هر څه د امريكا د اشغال پورې تړي؟

د اشغال په اړه مې پخوا پر فېسبوك تيوريك بحث كړى و خو زړه ته مې نه لوېږي چې د دوى سر دې پرې خلاص شي. ددې علت دا دى چې د اشغال، استعمار، ښكېلاك او يرغل په څېر اصطلاحات د اخوانيزم د ايډيولوژۍ د مشروعيت اساس جوړوي. كه دا له منځه لاړل، اخوانيزم په ايډيولوژيك لحاظ داسې برنامه نه لري چې ټولنې ته يې وړاندې كړي او د خپل شتوالي مشروعيت پرې بنا كړي. دا د اخوانيزم د تاريخ او د رامنځته كېدلو د فلسفې پورې اړه لري چې په افغانستان كې اكثره چړيان يې پرې نه پوهېږي. د اخوانيزم ايډيولوژي د ۲۰مې پېړۍ په پيل كې د لودېديځ د استعمار سره د مبارزې په موخه رامنځته شوه او خلكو ترې پراخ ملاتړ وكړ. كله چې استعمار پاى ته ورسېد، د دوى كيسه هم مفته شوه. ځكه اخوانيزم د اسلامي دولت د څرنګوالي لپاره هېڅ عملي طرحه او پلان نه لري. يعنې كه ترې پوښتنه وكړې څه ډول اسلامي نظام؟ ورته ځواب نه لري. مثلاً د دوى ايډيولوژي دا درته په زور او زېر تشريح كوي چې نظام څنګه ړنګېږي خو دا درته نشي ويلاى چې ړنګ شوى نظام څنګه جوړېږي؟ قضا، مقننه، اجرايه قويې، اوردو، پوليس، بيروكراسي، كار، اقتصاد، امنيت، روغتيا، ښوونه، مدني ټولنه، بين المللي اړيكې، سياسي احزاب، د ښځو، ماشومانو، بېوزلو او بېكارو د ټولنيز امنيت حقونه او ورته لسګونو اصطلاحات د دوى لپاره نا آشنا دي او سرونه يې پرې نه خلاصيږي. حتا د دوى په هغه مشهور كتاب ” معالم فى الطريق” كې چې سيد قطب ليكلى او د اخواني غورځنګ د مانيفيست په توګه ياديږي هم د اسلامي نظام تصور په كې نيمګړى او پر افواهاتو ولاړ دى.

حق لرئ چې اعتراض وكړئ چې ددې ټولو سره سره د اخوانيزم ايډيولوژي څنګه پر پښو ولاړه ده؟ دا دوه اساسي علتونه لري:

۱ – دا ايډيولوژي تر هغه پر پښو ولاړه ده چې د نظام سره په مخالفت كې وي. يعنې د دوام راز يې دا دى چې د جوړ نظام پر وړاندې ودرېږي. دا كه په مصر كې وي، كه په افغانستان كې كه كوم بل هېواد كې. چې هغه نظام يې ړنګ كړ، د بل نظام د ړنګولو پسې را اخلي او دا پروسه تر قيامته دوام كوي.

۲ – بل علت يې د مظلوميت، مغدوريت او محروميت ادبيات دي چې عام خلك پرې غولوي. يعنې تل به درته همدا ببولاې غږوي چې څنګه يې حسن البنا او سيد قطب را شهيدان كړل؟ څنګه تر فشار لاندې يو او نه مو پرېږدي چې فعاليت وكړو. جمال ناصر، انور سادات، حسني مبارك او سيسي څومره ظالمان او … دا د مظلوميت ادبيات په هر ځاى كې بازار لري؟

اوس راځو په افغانستان كې اخوانيزم او د اشغال ادبياتو ته!
د اشغال ادبيات ۶۰ – ۷۰ كاله مخكې د اخوانيزم د ايډيولوژۍ په پلرني ټاټوبي منځني ختيځ كې او د مجاهدينو د بري سر په افغانستان كې ناچله شول. مجاهدينو د شوروي يرغل پر مهال د خلكو د بسيج لپاره له دې ادبياتو استفاده وكړه. مجاهدنيو به هم لكه اوسنيو تاليبانو په څېر همدا چيغې وهلې چې زموږ جهاد د روس د اشغال پر خلاف دى. چې روسان ووځي، جهاد هم پاى ته رسيږي. خو تجربې ثابته كړه چې دوى د ډاكټر نجيب د حكومت پر مهال هم جهاد وكړ او تر هغه پورې چې سم نظام يې ړنګ نكړ، كېنناستل. بيا څه وشول؟ چې د نظام د بېرته جوړولو وخت راغى، دوى يواځې په كابل كې سره دومره وكپل چې د ۶۰ زره كابليانو وينې يې توى كړې. اوس خو ګورئ چې مجاهدين كرام د اشغال كلمه په خوله هم نه اخلي.

تاليبي ذهنيت د مجاهدينو كرامو د جهادي ذهنيت سره توپير لري. تاليب كه څه هم وخت نا وخت د اخوانيزم له ايډيولوژۍ ابزاري استفاده كوي خو د دوى منشا د مصر الازهر نه بلكې د پاكستان حقانيه ده. يعنې دوى په مدرسو كې روزل شوي ځايي عناصر دى. ملا رباني پورې مشهوره ده چې ويل به يې موږ ته هغه كسان پكار دي چې په توشك يې سبق ويلى وي، نه په چوكۍ! البته يوه اشاره يې د مدرسې – مكتب تقابل ته وه خو بله اشاره يې همدې اخوانيانو ته وه چې په مصر كې يې سبقونه ويلي و.
اوس نو افغاني اخوانيان، اصلاحيان، فكري تاليبان او نور سياسي اسلامپال دومره درك نه لري چې تاليب د دوى په وينا “د امریکا د اشغال” بر خلاف نه جنګيږي. دوى د اقتدار د ترلاسه كولو لپاره قرباني وركوي. يعنې تجربې دا ثابته كړه چې كه بهرنيان وځي، دوى به بيا د نظام د ړنګولو پسې شله وي. او تر هغه به جنګيږي چې واك يې ترلاسه كړى نه وي. او چې واك يې ترلاسه كړ، اولين قربانيان به يې همدا اخوانيان، اصلاحيان، فكري تاليبان او سياسي اسلامپال وي.
خلاصه د دوى د اشغال ادبيات نور ناچله دي. كه څوك د افغانستان د چارو په اړه اصغري درك ولري، پوهېږي چې د دوى د چا په كونجاړه شخوند وي. په كيسه كې يې كېږئ مه!
پدې حقه روژه كې نور سر خوږى نه دركوم خو ددې لړۍ په دويمه برخه كې به چې كه خداى كول سبا همدا وخت به يې خپره كړم، د ” اخوان، اسلام، منځني ختيځ” تر عنوان لاندې په مصر او نورو هېوادونو كې د اخوانيزم د ايډيولوژۍ د بهير په اړه سرخوږى دركړم. تر څو د دوى د قول او عمل ترمېنځ واټن ته مو پام شي. دويم بحث به پر دې وي چې كه اردوغان په تركيه كې او غنوشي په تونس كې سياسي اسلامپال نظام رامنځته كولاى شي نو اخوان ولې بلا وهلى چې د نږدې ۱۰۰ كلنې تجربې سره سره سياسي اسلامپال نظام نشي رامنځته كولى؟

Comments