اسراییلي ځواکونو شپږ فلسطینیان شهیدان کړي دي

comments 0

هندوکش – فلسطین: فلسطیني رسنۍ راپور ورکوي چې د اسرایلیانو په ډزو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې فلسطینیان له تېرې مارچ میاشتې راهیسي د اسراییل پولې ته څېرمه هره جمعه اعتراضونه کوي. د رسنیو په وینا، چې په وژل شویو کسانو کې یو ۱۴ کلن هلک هم شامل دی.
د اسراییل پوځ وایي، شاوخوا شل زره فلسطینیانو پرون په لاریون کې پر سرتېرو د ډبرو او پترولي بمونو ګزارونه وکړل.
له تېرې مارچ میاشتې تر اوسه په غزه کې د جمعې ورځې اعتراضونو کې ۱۹۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
محمد امان دوران

Comments