اسراییلي پوځ او فلسطیناینو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – فلسطین: فلسطینی رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شوی دی.
دا مرګ‎ژوبله او تاوتریخوالی پرون دوشنبه په بیت‎المقدس کې د امریکا د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې رامنځته شوي دي.
د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې ۲۷۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

اسرائیل وايي، شااوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو پرون دوشنبه په غزې تړانګه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړې.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د زور له کارولو دفاع کړې ده او ویلي يې دي چې هر هېواد قانوني حق لري چې له خپلو پولو دفاع وکړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس تازه تاوتریخوالی غندلی دی او هغه‌يې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د فلسطینیانو قتل عام بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د روان کال په سر کې بیت‎المقدس ته د اسرائیل د سفارت د انتقال اعلان کړی و.
فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي او ویلي چې امریکایان دا حق نلري چې بیت المقدس د امریکا سفارت په توګه وټاکي.
محمد امان دوران

Comments