اسراییلي الوتکو یو ځل بیا پر غزې بریدونه کړي

comments 0

هندوکش – غزه: اسراييلۍ الوتکو په غزه کې د حماس ډلې اړوند د پلټنې دوه پوستې بمبار کړې دي. اسراييلو ويلي، دغه بريد يې له هغه وروسته کړی، چې د غزې له مزي دوی ته چاودېدونکي توکي ور واچول شول.

پرون مازديګر هم اسراييلي الوتکو په غزه کې په يوه بريد کې درې فلسطينيان ټپيان کړل.

اسراييلي چارواکي تور لګوي، هغو کسانو، چې د غزې له مزي يې دوی ته چاودېدونکي توکي ور اچولي، هڅه کوله دې سيمې ته اور ورته کړي او له اور اچوونکو بالونونو استفاده شوې ده.

له بل لوري فلسطيني ځوانانو ويلي، د اسراييلو د جنايتونو پر وړاندې به غلي کېنني او خپلو دا ډول بريدونو ته به شدت ورکړي.

محمد امان دوران

Comments