اسراییلو د سوریې جنګي الوتکه وویشته

comments 0

هندوکش – سوریه: اسراییلو د سوریې د رژیم بشار اسد اړوند په جنګي الوتکې د پاتریوت توغندیو برید کړی
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د بشار اسد د رژیم اړوند په جنګي الوتکې چې ددوې په هوايي حریم يي تیری کړی وو د پاپریوت توغندیو برید کړی دی.
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې په الوتکې د دوو توغندیو برید شوی دی.
د اسراییلو پوځ په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د بشاراسد رژیم اړوند یوې سوخو جنګي الوتکې چې دوه کیلومتره ددوي هوايي حریم ته راننوتې وه د پاتریوت توغندیو برید کړی دی.
د اسراییلو پوځ ویلی دي چې الوتکې راغورځولې ده .
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې الوتکه چیرته غورځیدلې ده .
محمد امان دوران

Comments