اسراییلو د بشار اسد پلوي ځواکونه په نښه کړي دي

comments 0

هندوکش – سوریه: د سوریې رسمي خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې اسراییلي جنګي الوتکو دا برید د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر لخوا د ایران سره د لاسلیک شوي اټومي تړون سره د پریکړو د اعلانولو نه سمدلاسه وروسته وکړ.
د خبر له مخې اسراییلي جنګي الوتکو پلازمینې دمشق سویل لورې ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته د الکسوه په سیمه که کې په یوې قرارګاه کړی دی.
ویل کیږي برید کې یواځې د دوو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې برید په پوځي قرارګاه شوی دی چې په لوی ګمان د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو پورې اړوند ده.
په برید کې د وسلو او مهماتو ډیپوګان په نښه شوي دي.
د بله پلوه د اسد د رژیم مخالفینو ویلي دي چې برید د الکسوه په سیمه کې د ایراني ځواکونو په مرکزونو شوی دی.
د ویلو ده چې د روان میلادي کال په دننه کې څوم ځل دی چې اسراییل د سوریې پر خاوره هوايي بریدونه کوي.
همداشان دا د تیرو دوو میاشتو په دننه کې دریم ځل دی چې اسراییل د ایراني ځواکونو په مرکزونو بریدونه کوي.
محمد حنیف بیدار

Comments