اسرایلو یو ژورنالست وژلی

comments 0

هندوکش ـ اتل ابيب: راپورونه وایي، اسراييلو د غزې په لاریون کې یو فلسطیني ژورنالست وژلی.

د فلسطین په غزې تړانګه کې لاریونونه اوس هم روان دي او پر وړاندې یې د اسراييلو تاوتریخوالی لا دوام لري.

له اسراييلي ځواکونو سره په تازه اخ و ډب کې اته فلسطیني لاریون کوونکي وژل شوي او له دوه سو زیات ټپیان دي.

نړیوال بشري حقونو تر اوسه د دغو وژنو په اړه غږ نه دی پورته کړی خو ملګرو ملتونو یې د څيړنو غوښتنه کړې ده.

اخوا لاریون کوونکي په خپل دریځ ولاړ دي او ټینګار کوي چې د خپل حق لپاره به مبارزې ته همداسې دوام ورکړي.

Comments