اسرایلو سره نښته کې دوه فلسطینیان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فلسطین: د فلسطینیانو او اسراییلي پوځیانو تر منځ د نښتې له امله دوه فلسطینیان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
د فلسطین روغتیايي چارواکو په دغو نښتو کې د شاوخوا ۳۰۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د اسراییلو پوځ ویلي، پولې ته څېرمه فلسطیني وګړو پر اسرایلي پوځیانو د ډبرو، چاودیدونکو توکو، او اوربمونو بریدونه کړي.
د تېرې مارچ میاشتې له ۳۰ مې نیټې راهیسې په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۵۹ فلسطینیان وژل شوي .
محمد حنیف بیدار

Comments