اسرائيلي فوځيانو په فلسطین کې 17 ځوانان نیولي دي

comments 0

هندوکش – فلسطین: فلسطینی رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې اشغالګرو اسراییلیانو چهار شنبې شپه د لویدیځې سیمه پر مختلفو برخو بریدونه کړي دي.
د رسنیو په وینا، د اسرایلیانو هدف له دې بریده د نیولو کمپاین وو چې پایله کې ۱۷ څخه یې زیات میشت اوسیدونکې ونیول .
د سرچینو له مخې په دغه نیول شویو کسانو کې نهه تنه د السوسیه ښاراوسیدونکې چې د فلسطین په شمالي برخه موقیعت لري، شامل او نور کسان د اولیف غر سره نیول شوي.
د رام الله لویدیځ په بلن ښار کې هم د اسراییلو سرتیرو درې ځوانان نیولي دي.
په عین وخت کې، د اسراییلو اشغالګرو ځواکونو په هبرون ولایت کې 58 کورونه وویشتل، چې د پخوانیو بندیانو کورونه هم پکې شامل دي.
محمد حنیف بیدار

Comments