اسد الله ځاځې: د جدې ناستې نیټه تر اوسه معلومه نه ده

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا مرستیا ویاند اسد الله ځاځې رسنیو ته ویلي چې، د دغه غونډې د جوړېدو نېټه د کوربه هېواد په لاس کې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د سعودي له خوا د دې غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو یاد هېواد له نورو هېوادونو سره په دې اړه غور کوي.
د هغه په وینا جده کې جوړېدونکې غونډه د ابوظبۍ د غونډې چې په کې امریکا، سعودي، اماراتو رول درلود په تعقیب جوړېدونکې ده او په کې به د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو پر سر خبرې وشي.
د سولې د عالي شورا مرستیال ویاند زیاتوي، افغان حکومت هڅه کوي، تر څو د جدې په غونډه کې د ابوظبۍ د غوندې کړنې تکرار نه شي.
هغه و ویل افغان حکومت هڅه کوي دا ځل خپل هدف چې هغه هم له طالبانو سره مخامخ خبرې دي تر لاسه کړي او په وینا یې طالبان هم باید نور خبرې وکړي، ځکه د ده په وینا که نن نه وي سبا او که سبا نه وي بل ورځ به طالبان اړ وي، چې مخامخ خبرې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments