اسدالله خالد: که د روانې اونۍ تر پایه طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، افغان ځواکونه له دفاعي حالته وځي او طالبان به سخت وځپي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ملي دفاع وزارت سرپرست ګواښ کوي که چېرې دغه تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته ووځي، د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو دفاعي حالت چې د «اورکم» د پېر له لومړنۍ ورځې پیل شوی و، تراوسه دوام لري او دغه ځواکونه د سولې هوکړې ته د درناوي او د ولسمشر غني فرمان ته د درناوي په پار د دغې اوونۍ تر پایله به دوام وکړي.
هغه پر طالبانو نیوکه کوي چې هغوی خپله دغه ژمنه ماته کړې او په بریدونو یې لاس پورې کړ؛ د ښاغلي خالد په وینا امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي په دغو بریدونو کې هم قرباني شوي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په یوه ویډیويي پیغام کې چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت سرپرستان یې هم تر څنګ ولاړ دي، طالبان د تاوتریخوالي په دوام کې پر سرسختۍ تورن وي او ګواښ کوي که چېرې دغه تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته ووځي:«همدا شېبه چې موږ خبرې کوو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن له خوا بریدونه دوام لري. تراوسه امنیتي ځواکونه، هوکړه لیک او د ولسمشر فرمان ته بشپړ درناوی لري… په دفاعي حالت دي… موږ د دغې اوونۍ تر پایه به دفاعي حالت ته دوام ورکړو او له هغې پرته دښمن چې هر ځای او په هر پټن ځای کې وي موږ به هغوی تعقیب کړو او دا حالت له اوسنۍ بڼې سره د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د منلو او تایید وړ به نه وي.»
ښاغلی خالد وایې:«پرېکړه دا وه چې د اورکم له پیر وروسته چې په یوه اوربند بدل شي، خو له بده مرغه چې د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ وروسته نه یوازې سراسري اوربند ته ونه رسېدو بلکې دښمن له سرسختۍ سره خپلو بریدونو ته د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیاتوالی ورکړی چې له بده مرغه پوځي او مُلکي مرګ ژوبله یې لرلې ده.»
د اورکم په پېر کې، هلمند، کابل، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزنيو لوګر او لغمان ولایتونه د امنیتي پښو شاهد وو، چې لسګونه ملکیانو او نظامیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments