اسدالله خالد: طالبانو د “خپلو بادارانو په امر” تاوتریخوالی ډېر کړی

comments 0

هندوکش ـــ لغمان: د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، طالبانو د خپلو “بادارنو په امر”جګړې او تاوتریخوالي ته زور ورکړی. نوموړي دا څرګندونې یکشنبه د لغمان مرکز مهترلام کې یوې ولسي او د ځایي حکومتي چارواکو غونډې ته په خبرو کې وکړې.
ښاغلي خالد د کوم بهرني هېواد یا ادارې نوم وانخیست، خو ټینګار یې وکړ چې طالبانو د سولې په خبرو کې د زیات امتیاز ترلاسه کوله لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
د دفاع وزارت چارسمبالي زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو د سولې بهیر ته د درناوي په موخه جګړه ورو کړې او اوسمهال په دفاعي حالت کې دي.
نوموړي وویل: “متاسفانه چې په جنګ کې کموالی نه دی راغلی، خو لا زیات شوی. هغه فشارونه چې دا څو ورځې یې تاسې وینئ، شاید د همدې برنامې یو جز وي چې دوښمن غواړي په خبرو کې امتیاز ولري. او تاسې خبر یاست چې دا امر څو ورځې مخکې د دونی بادارانو له دې اغزن تار ور هاخوا ورته کړی “.
یاده دې وي چې د طالبانو یو پلاوی، چې مشري یې دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادار کوله، په رسمي سفر پاکستان ته تللی و.
له دې سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، طالبان لا هم امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن دي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پاکستان د د طالبانو د هغه سفر په غبرګون کې ویلي وو، ښه به وای چې پاکستان په دې لړ کې افغان حکومت سره هم مشوره کړې وای.
فرهاد شهراني

Comments