اسدالله خالد: د بهرنیو ځواکونو پرحضور ټینګار کړی

comments 0

هندوکش – کابل : افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله بیلابیلې انګېزې او نظریا موجود دي ډیری افغانان او مسؤلین د بهرنیو ځواکونو شتون د افغانستان په زیان بولي خو ډیری له دې فکره، چې افغانستان لاهم په نظامي او ملکي برخه کې مرستو ته اړتیا لري د بهرنیانو شتون حتمي بولي.
د افغانستان دملي دفاع سرپرست وزیر د افغانستان اوسني حالت ته په اشارې وویل چې د بهرنیانو شتون او حضور دلته ځکه حتمي دی ترڅو موږ پر خپلو پښو ودریږو.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د مارشال فهیم پوځي اکډمۍ نه د ۵۰۰فارغ شویو افسرانو د فراغت په مراسموکې د غه څرګندونې وکړې.
هغه وویل په افغانستان کې میشت بهرنیان به تر هغو په افغانستان کې پاتي شي تر هغه پوري چې موږ په خپله پر پښو ودریږو او له ځان څخه دفاع وکړای شو.
د افغانستان د دفاع وزارت مسؤلین دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل، ویلي وو چې اوس مهال له افغانستان خپل سرتیري نه باسي.
دغه جګپوړی امریکايي جنرال وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له دې چې په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، د هغو ملاتړ کوي.
ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې په افغانستان کې سیاسي شرایط اوس داسې نه‌ دي چې امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي.
د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، له زلمي خلیل‌زاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.
دا مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰۰بهرني ځواکونه دیره دي چې تر نیمايي زیات يې امریکایان جوړوي
سرچینه: خبریال

Comments