اسدالله خالد: افغانان دې په ټاکنو کې پوره ونډه واخلي

comments 0

هندوکش – کابل :د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر اسدالله خالد پر افغانانو غږ وکړ چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې بشپړه ونډه واخلي او وړ کانديدانو ته رايه ورکړي.
اسدالله خالد وايي چې هيواد تر بل هروخت په ترينګلي حالت کې دی او له دې حالت نه د وتلو يوه لاره هم ولسواکي ده چې پارلمان يې يو ه ستنه ده.
له خبريال ډاټ کام سره د خبرو پر مهال ښاغلي خالد زياته کړه چې وسله وال طالبان دې د ولسواکي په وړاندې له خنډ جوړولو ډډه وکړي او سولې ته دې لار هواره کړي.
د ملي امنيت پخوانی مشر وايي چې په ولسواک نظام کې طالبان کولای شي چې د نورو سياسي ګوندونو په څېربدلون راولي ، خو جګړه يوازې د پرديو د ګټو ساتلو پيلامه ده. نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د ولسواک نظام ستنې ټينګي کړي او خپلې ارزښتناکه رايي وکاروي.
هغه وايي چې رايي داسې کانديدانو ته ورکړئ چې د ولس له مينځه راټوکيدلي وي او د ولس په حالت خبر وي.
اسدالله خالد په ټاکنو کې د احتمالي درغليو په تړاو وول چې هيڅ پټ نه پانېږي، که درغلۍ وشي پايلي به يې د وخت حکومت ته ښې نه وي، خو دا هرڅه بايد ژور وڅارل شي. نوموړی وايي چې د هيواد او خاورې دښمنان که څه هم د ټاکنو د پروسې په وړاندي خنډونه ايجادوي، خو ولس تر هرڅه ځواکمن دی او ښايي د خپل دښمن نا پاکې ارادې دروغ ثابتې کړي.
سرچینه: خبریال

Comments