استرالیا تورنه افغان محاکمه کوي

comments 0

هندوکش – آسترالیا: په استرالیا کې به هغه افغان محاکمه شي، چې څه موده وړاندې یې د استرالیا په ملبورن ښار کې پر پلې خلکو موټر تیر کړی و.
د راپورونو پر بنسټ دغه افغان سعید نوري نومېږي او په موټر یې نږدې شل کسان ټپیان کړي وو.
د نوموړي وکیل ویلي، چې سعید نوري رواني ناروغي لري او دغه ناروغي به د نوموړي په قضیه کې په نظر کې ونیول شي.
د وکیل پر وینا نوموړی په نشه يي توکو روږدی و او د پېښې پر مهال یې د درملنې چارې روانې وې.
عزت الله تپیان

Comments

Leave a Reply