استاد سیاف د سولې تعقیب لپاره پر ګد هدف تینګار وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ په ارګ کې د مجاهدینو 27می کلیزې په مناسبت ناسته شوې وو چې جهادي مشر استاد سیاف په ګدون ځینو سیاسي څیرو هم ونډه اخیستې وه.
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وویل، چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه باید په ګډه لرې او ددې پروسې د ښې رهبرۍ لپاره باید په ګډه کار وکړل شي.
نوموړي زیاته کړه څنګه چې یې مجاهدينو سره د هېواد د ازادۍ لپاره ملا تړلې وه، د سولې او مصالحې په لومړۍ کرښه کې به هم واوسېږي او د سولې راوستو لپاره به ملا وتړي.
هغه زیاته کړې، سوله راتلونکې ده، د سولې پروسه به يوځاى تعقيبوي او دې موخې ته به رسېږي. ده له حکومته وغوښتل چې د مجاهدینو د بري ورځ دې هم، لکه د نورو ملي ورځو په څېر په ښه توګه ونمانځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments